افغان حکومت وایی، پاکستان دې د نا امنیو حل په خپل هېواد کې ولټوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستانی چارواکو وروستیو تورونو ته غبرګون ښودلی او ویلی یې دی، چې حکومت یې په سیمه کې د هر هېواد د امنیتی ناکامۍ مسوول نه دی.
نوموړی ټینګار کړی، چې پاکستان دې خپل امنیتی وضعیت په سمه توګه مدیریت کړی.
په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلی چې تېر کال په بېلابېلو عملیاتونو کې لږ تر لږه ۱۸ پاکستانی وسلوال وژل شوی او د هغوی ځینې نور نیول شوی دی، چې پوره شواهد او سندونه یې موجود دی.
خبرپاڼه کې راغلی چې سرپرست حکومت پر پاکستان د ملامتۍ ګوتې د پورته کولو پر ځای، خپلې امنیتی تابیاوې ځواکمنې کړې، چې پایله یې هم ورکړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند ډاډ ورکړی چې حکومت یې په پاکستان کې د بریدونو پلوی نه دی او پاکستانیان باید دننه په خپل کور کې د حل لار په لټون کې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.