کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې د پاکستانی لوری پر افغان خاورې بریدونه به بدې پایلې ولری.
مجاهد د پاکستانی لوری لخوا پر خوست او پکتیکا د تېرې شپې هوایی بریدونه په کلکو ټکو غندلی دی.
په دغو بریدونو کې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوی دی. د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، دا ډول بریدونه د افغانستان پر حریم تېری دی او بدې پایلې به ولری، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وی.
هغه د پاکستان له نوی حکومته غوښتی، چې د څو پوځی جنرالانو د “بې باکو” کړنو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړی او دغه هېواد دې د خپلې بې وسۍ پړه پر افغان لوری نه اچوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ