افغان حکومت پر پاکستانی پوځیانو د برید په تړاو دغه هېواد ته د یو کس سپارلو راپورونه رد کړل

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان حکومت هغه راپورونه ردوی چې په سپین بولدک – چمن پوله کې په پاکستانی پوځیانو د برید په تړاو یو کس پاکستان ته سپارل شوی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه ناوخته رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل چې پاکستانی لوری ته د کوم کس د ور سپارلو خبر ناسم دی.
تر دې وړاندې ځینې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګواکې افغان حکومت هغه بریدګر پاکستانی لوری ته سپارلی چې یوه اونۍ مخکې یې یو پاکستانی عسکر په ډزو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل.
د همدې پېښې په خاطر پاکستانی لوری دروازه تړلې وه.
یکشنبه د دواړو خواو تر منځ تر خبرو وروسته پرېکړه شوې چې له دوشنبې ورځې به د خلکو او ټرانزیټ پر مخ د چمن لار خلاصه شی.
د یادولو وړ ده، چې د کندهار د والی ویاند حاجی زید رسنیو ته ویلی، تر دوو پړاوه خبرو اترو وروسته دغه دروازه پرته له کوم شرط او قید پرته بېرته پرانیستل شوې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.