کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ چې افغانستان ته په سفر راغلی، ویلی چې د سرپرست افغان حکومت دریو وزیرانو ورته یادونه کړې چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز بېرته لرې کولو لپاره پر دوهم فرمان کار کوی.
اېګلنډ ویلی، که افغان حکومت پر ښځو د کار او پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل بندیزونه لرې نه کړی، پر افغانستان به نړیوالې مرستې بندې شی.
نوموړی ویلی، یادو وزیرانو ورته زیاته کړې چې د دوهم فرمان له مخې به ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شی.
اېګلنډ په کابل کې له اقتصاد، کډوالو او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلی دی.
ټاکل شوې چې اېګلنډ سبا چهارشنبه کندهار ته هم سفر وکړی او هلته د عالمانو د شورا ترڅنګ یو شمېر مهمو چارواکو سره وګوری.
پر ښځینه قشر د تحصیل او کار بندیز ګڼ نړیوال غبرګونونه راوپارول چې له امله یې یو د شمېر بشری مرستو رسوونکو موسسو هم خپل کارونه وځنډول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ