معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت پر کونړ سیند د بند جوړولو هوډ لري

افغان حکومت پر کونړ سیند د بند جوړولو هوډ لري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت ویاند له یو خصوصي ټلوېزیون سره په خپله تازه مرکه کې د کونړ پر سیند بند جوړولو په اړه څرګندونې کړي.

نوموړي ویلي، چې د کونړ سیند اوبه د افغانانو دي او د اقتصادي حالت ښه کېدو او بودیجې پیدا کېدو په صورت کې به د دې مهم بند جوړولو چارې پیل شي.

مجاهد دغه مرکه کې زیاته کړې، د کونړ سیند د افغانانو ملکیت دی او د بند خبره له پاکستان سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا د افغانانو خپل ملکیت او اوبه دي.

مجاهد په دې مرکه کې په داسې مهال د کونړ بند جوړولو خبره کوي، چې د اوبو او انرژۍ ورازت هم په نږدې راتلونکې کې پر کونړ سیند د اوبو یو سربند د جوړولو خبر ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس