کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت ویاند له یو خصوصی ټلوېزیون سره په خپله تازه مرکه کې د کونړ پر سیند بند جوړولو په اړه څرګندونې کړی.
نوموړی ویلی، چې د کونړ سیند اوبه د افغانانو دی او د اقتصادی حالت ښه کېدو او بودیجې پیدا کېدو په صورت کې به د دې مهم بند جوړولو چارې پیل شی.
مجاهد دغه مرکه کې زیاته کړې، د کونړ سیند د افغانانو ملکیت دی او د بند خبره له پاکستان سره هېڅ تړاو نه لری، بلکې دا د افغانانو خپل ملکیت او اوبه دی.
مجاهد په دې مرکه کې په داسې مهال د کونړ بند جوړولو خبره کوی، چې د اوبو او انرژۍ ورازت هم په نږدې راتلونکې کې پر کونړ سیند د اوبو یو سربند د جوړولو خبر ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ