ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) دا خبره نړیوال بانک په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې.
بانک په دې تړاو ویلی، چې وضعیت او امکاناتو ته په کتو که د افغانستان نوی حکومت وغواړی کولی شی د دغه هېواد اقتصادی له سقوطه وژغوری.
خبرپاڼه کې راغلی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، طبیعی سرچینو ته لاسرسی اسانه شوی، سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې، نو له همدې امله دا ټول امکانات شته چې افغانستان له اقتصادی سقوط وژغوری، خو یوازې د نوی حکومت اقدامات مهم دی.
د نړیوال بانک په خبره که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته درناوی ولری او اقتصادی سرچینې په رڼه او سمه توګه مدیریت کړی او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړی نو د اقتصادی سقوط د مخنیوی پوره امکانات په لاس لری.
دغه بانک وایی د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې بشری حقونو ته پام، د نجونو د زده کړو او کار حق درناوی او نور هغه موارد شامل دی چې د افغانانو په ګټه دی.
گهیځ