کورنیو چارو وزارت وایی، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړی ځواکونه ځای پر ځای شی.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د باختر خبری اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتی ځواکونو عمومی رییس شېرمحمد شریف دغه څرګندونې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې دی.
شریف ویلی چې د اسلامی امارت حکومت د پولو امنیت ته ژمن دی او په پوره میړانه به له خپلې خاورې څخه ساتنه کوی.
واک ته د اسلامی امارت تر رسېدو وروسته داسې راپورونه ورکول شوی دی چې ایرانی او پاکستانی پوځیان له خپلو پخوانیو ځایونو څخه افغان خاورې ته را وړاندې شوی دی خو اسلامی امارت دا خبر په کلکه رد کړی دی.
گهیځ