کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې چین کې د افغان سفارت سرپرست د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی سره د هېواد په اړه پر سیمه ییزو او نړیوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخیزو ناستو خبرې کړې دی.
په بېجېنګ کې افغان سفارت تېره ورځ د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه پر سیمه ییزو او نړیوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسایلو مفصلی خبرې وشوې.
افغان سفیر د نشه یی توکو په کښت او قاچاق بندیز، د روږدو په درملنې، هېواد کې د امنیت راتلو، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولی واحد ثبات، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې او ټرانزیټی اسانتیاوې د سرپرست حکومت د تېرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې یادې کړی دی.
د خبر له مخې دغه لیدنه کې د چین ځانګړی استازی یوشیا هم یادونه کړې، چې باید له لاسته راغلو فرصتونو استفاده وی او پرې نښودل شی، چې دغه فرصتونه ضایع او له لاسه ووځی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ