معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سفیر هندي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

افغان سفیر هندي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له هندي پانګوالو سره لیدنه کې له دوی غوښتي، چې افغانستان سره سوداګریزه راکړه_ورکړه زیاته او د افغان سوداګرو د تولیدي ظرفیت لوړولو کې د افغان لوري ملاتړ وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې، په دې ناسته کې د هند او افغانستان ترمنځ د وچې او تازه مېوې د صادراتو او وارداتو پر ښه والي، د ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او وړتیاوو پر پراختیا، د صحي درملو پر پروسیس او د صحي درملو لپاره د خامو موادو پر کېفیت او کمیت بحثونه وشول.
دواړو لوریو د افغانستان او هند په ځانګړي توګه د پونې ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو او ستونزو پر حل لارو خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس