کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تازه مېوو او سبزیو یو شمېر افغان سوداګرو د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال سره کتنه کې ویلی، تورخم کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنیږی.
پاکستان هر کال د افغان مېوو او سبزیو د رسېدو پر مهال د بېلابېلو دلایلو له مخې کله هم لار تړی او ځینې مهال پرې تعرفې لوړوی، چې زیان یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته اوړی.
د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال افغان سوداګرو سره ناسته کې د ستونزو د حل او د اساسی حل لارو د موندلو ژمنې کړی.
نوموړی دا هم ویلی، دوی هڅه کوی څو په تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړی.
افغان سوداګرو همداراز له هېواده بهر د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې د زیاتوالی خبر ورکړی او ویلی یې دی، د افغانستان مېوې او سبزۍ اوس ډېرو هېوادونو ته صادریږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ