افغان سوداګر وایی ایران یې لاریو ته د توکو د بارولو اجازه نه ورکوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د هرات ولایت سوداګرو له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړو غوښتنه کړې.
د هرات ولایت سوداګرو د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلی چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو لپاره کومې لارۍ چې ایران په ځانګړی ډول د دوغارون بندر ته ورځی، ډېر ځله ایران د توکو د بارولو اجازه نه ورکوی او تشې بېرته راګرځی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګرو له خولې ویل شوی چې بر عکس بیا د ایران پر سوداګریزو توکو بار ډیر شمیر لارۍ هره ورځ افغانستان ته راځی.
خبرپاڼه وایی د ایران دې کړنې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ستونزې پیدا کړې دی.
دوی د سوداګرۍ له خونې او د افغانستان د اسلامی امارت له حکومته غوښتی چې له ایران سره دې د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې ژر هوارې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.