افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون تر دا دمه ۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون وایی، چې د کمېسیون د کار له پیله تر دې مهاله ۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوی دی.

د خبر پر بنسټ، د یاد کمېسیون مسوولینو زیاته کړې، له دې ډلې ۶۹۲ کسان له بهر څخه هېواد ته راغلی او ۸۵ تنو ته په کور دننه د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوی دی.

دغه کمېسیون وایی، سلګونو کسانو هېواد ته د راتګ فورمې ترلاسه کړې او لسګونو نورو کسانو هېواد ته د راتګ لپاره اړیکه ورسره کړې ده.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د معلوماتو له مخې هېواد ته په راغلو کسانو کې د تېرې حکومت وزیران، وکیلان، مشاورین، رییسان، معینان، ملی سوداګر او نظامی چارواکی شامل دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.