افغان فلم له شپږ میاشتینی ځنډ وروسته فعالیت پیل کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۲۳مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) افغان فلم له ۶ میاشتنی ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت له سره پیل کړی دی.
د افغانستان ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکی دې ته هڅولی دی، څو د فلمونو د جوړېدو لپاره د سوژې په ټاکلو کې د افغانی ټولنې د رغښت په برخه کې کمښت او اړتیا ته پام وکړی.
په ورته وخت کې د هېواد فعال او تکړه ممثل سلیمان راحل وایی چې سینما د یو هېواد هویت دی.
د هغه په وینا، دغه اداره باید تر پخوا په ښه ډول سره خپلې چارې پیل کړی څو د افغانی کلتور، دود او فرهنګ اصلی څېره نړیوالو ته وښودل شی.
د راحل په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شی، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شی، چې دا چاره به نه یوازې عایداتی منبع وی بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شی.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغان فلم فعالیت په ټپه درېدلی و خو اوس یې له نویو هېلو سره خپلې چارې پیل کړې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.