معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان لوبغاړو تېر کال ۹۲ مډالونه ګټلي

افغان لوبغاړو تېر کال ۹۲ مډالونه ګټلي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المپیک کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې تېر کال دغې ادارې لپاره په کور دننه او بهر لوبو کې له لاسته راوړنو ډک و.

د دغې ادارې عمومي رییس احمدالله وثیق وویل، تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ۹۸بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې له دغو سیالیو یې ۹۲ مډالونه ګټلي.

ګټل شویو مډالونو کې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ سپینو زرو او ۴۰ یې د برونزو دي.

وثیق همداراز زیاته کړې، تېر کال یې ملي لوبډلو ته د انتخاب په موخه د ۱۴فدراسیونو ترڅنګ ټول هېواد کې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۴زره مناسبتي، تشویقي او رسمي سیالۍ برابرې کړي دي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د هېواد د ملي دودیزو سیالیو بیا را ژوندي کولو سربېره به د ورزش ودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس