کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المپیک کمېټې بدنی روزنې او سپورټ عمومی رییس د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې تېر کال دغې ادارې لپاره په کور دننه او بهر لوبو کې له لاسته راوړنو ډک و.
د دغې ادارې عمومی رییس احمدالله وثیق وویل، تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ۹۸بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې له دغو سیالیو یې ۹۲ مډالونه ګټلی.
ګټل شویو مډالونو کې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ سپینو زرو او ۴۰ یې د برونزو دی.
وثیق همداراز زیاته کړې، تېر کال یې ملی لوبډلو ته د انتخاب په موخه د ۱۴فدراسیونو ترڅنګ ټول هېواد کې په بېلابېلو ورزشی رشتو کې ۴زره مناسبتی، تشویقی او رسمی سیالۍ برابرې کړی دی.
نوموړی ژمنه کړې، چې د هېواد د ملی دودیزو سیالیو بیا را ژوندی کولو سربېره به د ورزش ودې او پراختیا لپاره نه ستړی کېدونکې هڅې وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ