کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او هند کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ماښام شپږ بجې ترسره کیږی.
د خبر پر بنسټ، تر دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هند د شپږو وېکټو په توپیر ګټلې وه.
که چېرته نننۍ لوبه افغان لوبډله ګټی، نو لوبلړۍ به یو پر یو مساوی او د وروستۍ شل اوریزې لوبې په ګټلو سره به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کیږی.
افغان لوبډلې ته د دې لوبلړۍ ګټلو لپاره دوه لوبې او د هندۍ لوبډلې لپاره یوازې یوه لوبه ګټل پکار دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ