معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان موټر جوړوونکی له افغان حکومته د پرمختیایي کارونو د چټکوالي غوښتنه وکړه

افغان موټر جوړوونکی له افغان حکومته د پرمختیایي کارونو د چټکوالي غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
افغان موټر جوړوونکی رضا احمدي چې دې وروستیو کې د یو سپورتي موټر جوړولو یې پۀ نړیواله کچه د خلکو پام خپل کړ، تېره ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست د همغږۍ په غونډه کې مسوولینو ته په خطاب کې وویل، که موږ پرمختګ ونه کړو، د افغانستان بچیان به موږ راتلونکي کې ملامته کړي.
د احمدي په خبره افغانستان باید کډوال نه، ثبات ولري.
رضا احمدي د برېښنا د پرې کېدو ستونزو ته په اشارې سره وويل، ماشومان تل پوښتنه کوي، “برېښنا چېرته تللې؟”
هغه ټینګار وکړ چې د برېښنا د بندېدو یوازینۍ حل لاره پرمختیا او پرځان بسیاینه ده.
احمدي زیاته کړې، چې افغان پلرونه بايد داسې څه وکړي، چې د هېواد راتلونکی نسل له تیارو څخه وژغوري، کنه د ده په خبره داسې ماشومان به رالوی شي، چې زموږ په کړنو به نیوکې کوي او پر وړاندې به ودریږي.
په دې غونډه کې د سرپرست افغان حکومت د ترافيکو مدير د رضا احمدي له لوري جوړ شوي موټر ته د (۰۰۰۰۱) نمبر پلېټ هم ډالۍ کړ.
رضا احمدي افغان چارواکو ته غونډه کې دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې اوسني حکومت په راتګ سره د نجونو د زده کړو د ممانعت له امله په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې پاتي، هغه څه چې افغان چارواکو یې ډېر ژر بېرته د بیا پیل ژمنه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس