کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
افغان موټر جوړوونکی رضا احمدی چې دې وروستیو کې د یو سپورتی موټر جوړولو یې پۀ نړیواله کچه د خلکو پام خپل کړ، تېره ورځ د تخنیکی او مسلکی زده کړو ریاست د همغږۍ په غونډه کې مسوولینو ته په خطاب کې وویل، که موږ پرمختګ ونه کړو، د افغانستان بچیان به موږ راتلونکی کې ملامته کړی.
د احمدی په خبره افغانستان باید کډوال نه، ثبات ولری.
رضا احمدی د برېښنا د پرې کېدو ستونزو ته په اشارې سره وویل، ماشومان تل پوښتنه کوی، “برېښنا چېرته تللې؟”
هغه ټینګار وکړ چې د برېښنا د بندېدو یوازینۍ حل لاره پرمختیا او پرځان بسیاینه ده.
احمدی زیاته کړې، چې افغان پلرونه باید داسې څه وکړی، چې د هېواد راتلونکی نسل له تیارو څخه وژغوری، کنه د ده په خبره داسې ماشومان به رالوی شی، چې زموږ په کړنو به نیوکې کوی او پر وړاندې به ودریږی.
په دې غونډه کې د سرپرست افغان حکومت د ترافیکو مدیر د رضا احمدی له لوری جوړ شوی موټر ته د (۰۰۰۰۱) نمبر پلېټ هم ډالۍ کړ.
رضا احمدی افغان چارواکو ته غونډه کې دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې اوسنی حکومت په راتګ سره د نجونو د زده کړو د ممانعت له امله په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې پاتی، هغه څه چې افغان چارواکو یې ډېر ژر بېرته د بیا پیل ژمنه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ