کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ویلچر باسکیټبال لوبډلې د آسیایی او اوقیانوسی سیالو په لړ کې د سعودی عربستان لوبډلې ته هک ماتې ورکړه.
د ویلچر باسکېټبال آسیایی او اوقیانوسی سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوی او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړی.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملی لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله دوهمه لوبه کې سعودی عربستان ته د ۷۹- ۴۴ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او دوهمه بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان له نیوزیلنډ، فلیپین او متحده عربی اماراتو سره لوبیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ