افغان پاسپورټ د نړۍ په کچه لږ باوره پاسپورټ وپېژندل شو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د پاسپورټونو په تازه نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ تر ټولو د لږ باور لرونکی پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د لړلیک په پای کې راغلی دی.
د هنلی او شرکا شرکت د دې درجه بندۍ له مخې چې تېره ورځ خپره شوې، د جاپان پاسپورټ په لومړی سر کې راغلی دی.
د جاپانی پاسپورټ درلودونکی کولی شی د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړی.
د افغانستان یو پخوانی ډیپلوماټ غوث جانباز وایی، د اعتبار له مخې د پاسپورټونو درجه بندۍ کې خاص ټکی په پام کې نیول کېږی.
نوموړی وایی: “د هغه هېواد چې پاسپورټ په وروستۍ کرښه کې راغلی، د هغه لپاره یو لړ دلایل دا کېدای شی چې په هغه هېواد کې د امنیت نه ‌شتون، اقتصادی کمزورتیا، بې ثباتی او نور شاخصونه وی.”
د تازه درجه بندۍ له مخې تر جاپان وروسته سنګاپور او جنوبی کوریا راغلی او د پاکستان پاسپورټ څلورم بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.