کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند له یوه خصوصی ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلی، چې افغان پوله ساتو ځواکونو د دفاع وزارت په امر د فرضې کرښې په اوږدو کې نهه ځایه د پاکستانی پوځیانو پوستې په نښه کړی دی.
د نوموړی په خبره د درنو وسلو په دې بریدونو کې پاکستانی پوځیانو ته مرګ – ژوبله هم اوښتې، خو شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د پاکستانی رسنیو راپورونه بیا وایی، چې دغو بریدونو کې د مظهر جهان په نوم یو لوړ پوړی پاکستانی افسر وژل شوی او دوه نور شدید ژوبل شوی دی.
د دغو رسنیو په وینا د یادو بریدونو له امله ښایی د پاکستانی ځواکونو د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شی.
د یو شمېر ناتایید شویو راپورونو له مخې بیا ویل شوی، چې دغو نښتو کې د څلور لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۱۸ پاکستانی پوځیان وژل شوی او شپږ نور ژوبل دی.
ځایی سرچینو ویلی، چې د افغان پوله ساتو ځواکونو تر بریدونو وروسته پاکستانی پوځیانو خپلې پوستې پرېښی او شاتګ یې کړی دی.
بل لور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې پکتیکا او خوست ولایتونو د هوایی بریدونو په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ