افغان چارواکی وایی، نجونو ته به له شرایطو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره شی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامی همکاریو سازمان له راغلی پلاوی سره لیدلی دی.
د راپور پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربېره د زده‌کړو په اړه هم خبرې شوې دی.
نوموړی زیاتوی چې په دې لیدنه کې د اسلامی همکاریو سازمان پلاوی زده‌ کړې د نارینه او ښځینه حق بللی او څرګنده کړې یې ده، چې د دینی زده‌ کړو ترڅنګ عصری زده‌ کړې د ټولڼې پرمختګ ته لار هواروی.
په ورته مهال د کورنو چارو سرپرست وزیر ویلی، چې تعلیم د مسلمانانو شریکه اړتیا ده او له راغلی پلاوی یې غوښتی چې په دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلی.
نوموړی ویلی، د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دغه ستونزه هواره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.