افغان چارواکی وایی، هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره کلک هوډ لری

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبیزو سرچینو د لیدو په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی.

د یاد وزارت په وینا، سرپرست وزیر د مرغاب له سیند څخه د لیدنې پرمهال د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکی مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلی یې دی، چې سرپرست حکومت د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تأسیساتو د ساتنې په برخه کې کلک هوډ لری.

نوموړی دغه‌راز د مرغاب سیندیزې فرعی حوزې له مسؤولینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلی او ورته د سپارل شوی مسؤولیت د ښه ترسراوی په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.