کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت د واکمنۍ په جریان کې د لومړی ځل لپاره ښځینه سوداګر له هېواده بهر ترکمنستان ته په رسمی سفر تللی او هلته یې له ترکمنستانیو ښځینه سوداګرو سره یو لړ هوکړې کړې دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو په وینا دغو ۱۵ ښځینه سوداګرو له خپلو محرمو سره یوځای د ترکمنستان په سفر کې ګډون کړی دی.
د یاد وزارت مسوولین وایی، هڅه کوی چې د ښځینه سوداګرو د ظرفیت لوړونې او د هغوی تولیداتو ته د نړیوالو بازارونو په موندنه کې هلې – ځلې وکړی.
په ورته مهال د ښځینه سوداګرو د مدیره پلاوی غړې فلوران نوری له بی بی سی سره په مرکه کې ویلی، چې دوی په دې سفر کې د ترکمنستان له ښځینه سوداګرو سره وکتل او یو شمېر هوکړه لیکونه یې ورسره لاسلیک کړل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ