معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابریږي

افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابریږي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال او بشري مرستو همغږی کوونکی ایندریکا راټواټه ويلي، هڅه کوي چې افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابره کړي.

هغه چې د ملګرو ملتونو شریکانو کړنو ارزونې په موخه بدخشان ته تللی، دغه راز زیاته کړې چې د للمي ځمکو اوبیزې کول د کروندګرو بنسټیزه اړتیا ده.

بل لور کروندګر وايي، که‌ چېرې ورته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شي، نو کوکنار د کښت کچه به تر دې لا نوره ټیټه شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، دغه سازمان ژمنه لري چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به د طبیعي پېښو زیانمن او اړمن کسان د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې راولي او د روږدو کسانو درملنې او ورته د کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې به هم کار وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس