کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال او بشری مرستو همغږی کوونکی ایندریکا راټواټه ویلی، هڅه کوی چې افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابره کړی.
هغه چې د ملګرو ملتونو شریکانو کړنو ارزونې په موخه بدخشان ته تللی، دغه راز زیاته کړې چې د للمی ځمکو اوبیزې کول د کروندګرو بنسټیزه اړتیا ده.
بل لور کروندګر وایی، که چېرې ورته اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې ورکړل شی، نو کوکنار د کښت کچه به تر دې لا نوره ټیټه شی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی زیاته کړې، دغه سازمان ژمنه لری چې د ژمی تر را رسېدو مخکې به د طبیعی پېښو زیانمن او اړمن کسان د خپلو بشری مرستو تر پوښښ لاندې راولی او د روږدو کسانو درملنې او ورته د کاری فرصتونو د برابرولو برخه کې به هم کار وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ