افغان کرکټ بورډ د یو کال لپاره له خپلو دریو لوبغاړو قراردادونه واخیستل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان کرکټ بورډ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دغې ادارې له خپلو دریو لوبغاړو څخه د یوه کال لپاره مرکزی قراردادونه اخیستی دی.

د خبر پر بنسټ، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقی هغه لوبغاړی دی د مرکزی قراردادونو له لاسلیکولو څخه یې ډډه کوله، چې په همدې اساس یې ترې د یو کال لپاره مرکزی قراردادونه واخېستل.

د کرکټ بورډ په خبره د یوه کال لپاره به یادو لوبغاړو ته مرکزی قرارداد نه ورکول کیږی او نه به هم اجازه لری چې په بهرنیو لیګونو کې د دوو کلونو لپاره ولوبیږی.

کرکټ بورډ ویلی، دوی د یادو لوبغاړو له لوری د مرکزی قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملی ګټو خلاف عمل دی، دغه پرېکړه کړې ده.

یادو لوبغاړو لا تر اوسه د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.