کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ویلی، چې په راتلونکی اپرېل میاشت کې ملی شل اوریزې سیالۍ ترسره کوی.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوی، یادې سیالۍ به د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړی.
یادې سیالۍ په کندهار ولایت کې د “قوشتېپه ملی شل اوریز جام” تر نامه لاندې ترسره کیږی.
تر دې وړاندې د کرکټ بورډ سرچینو ویلی وو، په پلان کې ده تر اختر وروسته د شپږیزې لیګ نهم پړاو پیل شی، خو کرکټ بورډ وایی د وخت د کمښت له امله ونه توانیدل چې شپږیزه ترسره کړی او دغه لیګ به په خپل ټاکلی وخت اګست کې ترسره شی.
دغه سیالۍ د لومړی ځل لپاره ترسره کیږی چې د ۵ لوبډلو ترمنځ به هره لوبډله دوه ځل یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوی او دوه مخکښې لوبډلې به یې پایلوبې ته وځی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ