کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه لومړۍ تمریناتي لوبه نن شپه ۹ نیمې له عمان لوبډلې سره کوي.
افغان کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د تمریناتي او رسمي لوبو مهالوېش خپور کړی دی.
افغان لوبډله به خپله دوهمه تمریناتي لوبه د همدې میاشتې په ۱۱مه نېته د سکاټلنډ کرکت لوبډلې سره کوي.
د کرکټ بورډ له لوري د خپاره شوي مهالوېش له مخې افغانستان په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ رسمي ګروپي سیالي د جون میاشتې په څلورمه نېټه د یوګانډا د کرکټ لوبډلې پر وړاندې، دوهمه لوبه د جون په اتمه نېټه له نیوزیلانډ لوبډلې پر وړاندې، درېیمه لوبه د جون ۱۴ مه نېټه پاپا نیوګینیا د لوبډلې په وړاندې او څلورمه او وروستۍ ګروپي لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه د وېسټ اېنډیز د لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
افغان لوبغاړو ویلي، نړیوال جام ته یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/