کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله نړیوال جام ته د چمتوالی په موخه لومړۍ تمریناتی لوبه نن شپه ۹ نیمې له عمان لوبډلې سره کوی.
افغان کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د تمریناتی او رسمی لوبو مهالوېش خپور کړی دی.
افغان لوبډله به خپله دوهمه تمریناتی لوبه د همدې میاشتې په ۱۱مه نېته د سکاټلنډ کرکت لوبډلې سره کوی.
د کرکټ بورډ له لوری د خپاره شوی مهالوېش له مخې افغانستان په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ رسمی ګروپی سیالی د جون میاشتې په څلورمه نېټه د یوګانډا د کرکټ لوبډلې پر وړاندې، دوهمه لوبه د جون په اتمه نېټه له نیوزیلانډ لوبډلې پر وړاندې، درېیمه لوبه د جون ۱۴ مه نېټه پاپا نیوګینیا د لوبډلې په وړاندې او څلورمه او وروستۍ ګروپی لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه د وېسټ اېنډیز د لوبډلې پر وړاندې ترسره کوی.
افغان لوبغاړو ویلی، نړیوال جام ته یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ