افغان کرکټ لوبډلې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ ته په لسو منډو ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې ایرلېنډ ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې چې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه، د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې محمدنبی چټکې ۵۹، صدیق اتل ۳۵ او راشدخان ۲۵ منډې وکړې.

ایرلېنډ‌ لوبډلې بیا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۴۲ منډې وکړې او په دې سره یې د شل اوریزې لوبلړۍ دوهمه لوبه افغانستان ته وبایلله.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۳۸ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته بایللې وه.

افغانستان او ایرلېنډ تر شل اوریزې لوبلړۍ وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالی هم وکړه، چې د ټیسټ لوبه د ایرلېنډ خو د یو ورځنۍ لوبو لوبلړۍ بریا افغان لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.