کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملی لوبډلې سبا د مارچ په ۱۵مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړی.
دغه لوبې چې.د عربی متحده اماراتو په شارجه لوبغالی کې پیلیږی، افغان کرکټ بورډ ادارې ورته د راشد خان په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
راشدخان د ۲۰۲۳ ز کال تر پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا له عملیاتو وروسته تر دې دمه په هېڅ ډول کرکټ کې نه دی لوبېدلی.
په دې ۱۵ کسیز نوملړ کې د راشدخان ترڅنګ مجیب الرحمن، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمی، محمدنبی، عظمت الله عمرزی، ننګیالی خروټی، نوراحمد، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل حق فاروقی غوره شوی دی.
تر دې وړاندې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې دوه د صفر پر وړاندې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ