کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به نن د شارجې په نړیوال میدان کې دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره شي.
د دغه خبر پر بنسټ، نننۍ لوبه به د کابل پر وخت مازیګر شپږ نیمې بجې پیل شي.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې وکړای شول، چې په خپله لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان چې تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو دوه غیر رسمي ۵۰ اوریزې لوبې وګټلې، خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې تېره جمعه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او متحده عرب امارات به د راتلونکې سې شنبې ورځ درېیمه شل اوریزه لوبه هم ترسره کړي او وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله له هند سره د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه درې شل اوریزې لوبې هم وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/