کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او متحده عربی اماراتو د کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ به نن د شارجې په نړیوال میدان کې دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره شی.
د دغه خبر پر بنسټ، نننۍ لوبه به د کابل پر وخت مازیګر شپږ نیمې بجې پیل شی.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې وکړای شول، چې په خپله لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان چې تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو دوه غیر رسمی ۵۰ اوریزې لوبې وګټلې، خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې تېره جمعه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او متحده عرب امارات به د راتلونکې سې شنبې ورځ درېیمه شل اوریزه لوبه هم ترسره کړی او وروسته به افغان کرکټ ملی لوبډله له هند سره د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه درې شل اوریزې لوبې هم وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ