معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرکټ ملي لوبډله چمپینز ټرافۍ کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللې

افغان کرکټ ملي لوبډله چمپینز ټرافۍ کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تېره ورځ د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.

دا سیالۍ د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په ګډون د کب میاشتې له لومړۍ نېټې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.

افغانستان په دې سیالیو کې د دوهم ګروپ برخه ده، چې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي.

په لومړي ګروپ کې بیا هند، پاکستان، بنګلدېش او نیوزیلېنډ شامل دي.

د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړنۍ سیالي د کب پر ۳مه جمعې ورځ د جنوبي افریقا پر وړاندې د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره کړي.

د مسوولینو په وینا تر دې وړاندې به افغان لوبډله د پاکستان الف لوبډلې او د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د سلواغې په ۲۶مه او ۲۸مه دوه تدارکاتي سیالۍ ولري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس