افغان کرکټ ملی لوبډله چمپینز ټرافۍ کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله تېره ورځ د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.

دا سیالۍ د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په ګډون د کب میاشتې له لومړۍ نېټې پیلیږی او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړی.

افغانستان په دې سیالیو کې د دوهم ګروپ برخه ده، چې له استرالیا، انګلستان او جنوبی افریقا سره سیالی کوی.

په لومړی ګروپ کې بیا هند، پاکستان، بنګلدېش او نیوزیلېنډ شامل دی.

د افغانستان ملی لوبډله به خپله لومړنۍ سیالی د کب پر ۳مه جمعې ورځ د جنوبی افریقا پر وړاندې د کراچۍ په ملی لوبغالی کې ترسره کړی.

د مسوولینو په وینا تر دې وړاندې به افغان لوبډله د پاکستان الف لوبډلې او د نیوزیلېنډ ملی لوبډلې پر وړاندې د سلواغې په ۲۶مه او ۲۸مه دوه تدارکاتی سیالۍ ولری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.