افغان کرکټ ملی لوبډلې له بنګلدېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ سیالی تېره شپه د عربی متحده اماراتو په شارجې لوبغالی ترسره شوه، چې افغانستان د ۵ وېکټو په توپیر له بنګلدېش څخه بریا په خپل نوم کړه.

دغه لوبه کې بنګلدېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې د پنځوس اورونو په لوبولو ۲۴۴ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې عظمت‌‌الله عمرزی ۴ لوبغاړی یې وسوځول.

دغه راز راشدخان او محمدنبی یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان بیا ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۲ اورونو کې د ۵ وېکټو په بایللو سره پوره کړ.

په‌‌‌ دې سیالۍ کې رحمن‌‌ الله ګربز تر ټولو لوړې ۱۰۱ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.