کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملی لوبډلې سویلی افریقا لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د خبر پر بنسټ په دې لوبه کې سویلی افریقا لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه ترسره کړه.
افغان لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ.
په ځواب کې یې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۲۶ م اور کې ترلاسه کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقی شو، چې په ۷ اورونو کې یې د ۳۵ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړی وسوځول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ