ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) افغان چارواکو د خپل ولس د کنګل شوې پانګې پر سر له امریکا سره خبرې پیل کړې دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خپلو باوری سرچینو په حواله لیکلی چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوی چې څنګه وکړی شی د کنګل شوې پانګې یوه برخه آزاده او د مرکزی بانک په واک کې ورکړی.
ورځپاڼې ویلی امریکایی لوری په دې لټه کې دی څو پر دې پیسو د نوی حکومت چارواکی کنټرول و نه لری بلکې د افغان ولس لپاره وکارول شی.
له همدې امله دوی د دې پیسو د آزادولو پر یوه ډاډه میکانیزم او تګلاره کار پیل کړی دی.
امریکایی سرچینو ویلی د دې پیسو له آزادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاری کول دی.
امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزی بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصی سکتور پانګه ګڼل کېږی.
گهیځ