کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ویلی، چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۶ افغان وګړی نیول شوی دی.
عبدالجبار تخاری زیاته کړې، چې دمګړۍ ۳۰۲ افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دی.
د تخاری په وینا، د افغان بندیانو د خوشی کولو په لړ کې دا ځل هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه میاشت کې ۱۲۲ تنه افغانان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشی کړای شوی دی.
بل خوا، په پاکستان کې ځینې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پوځیانو او پولیسو له ناسم چنلده سرټکوی او له سرپرست حکومته غواړی چې پر ستونزو یې په جدی توګه غور وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو میلیون نور بیا د نړۍ په بېلابېلو نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ