ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۷۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له دغو کډوالو څخه یو شمیر یې په جبری توګه له ایران څخه ایستل شوی دی.
څو ورځې وړاندې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوی وو.
یرانی حکومت خبرداری ورکړی، چې که ایرانی وګړو افغانانو ته کار یا کور ورکړی و، نو د حکومت له لوری به تعقیب او مجازات شی.
همدا راز له ایرانی وګړو غوښتل شوی چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښیی.
هغه افغانې کورنۍ چې، د کور غړی یې په ایران کې مسافر دی، له افغانانو سره د ایرانی وګړو ورستی بد چلند تاییدوی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلی چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسی او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړی او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوی.
گهیځ