معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کډوالو د پاکستان لومړي وزیر ته لیک استولی

افغان کډوالو د پاکستان لومړي وزیر ته لیک استولی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې هغه افغان کډوال چې امریکا کې د بیا مېشتېدنې په تمه دي، شهباز شریف ته د پرانیستی لیک په استولو له نوموړي غوښتي، چې په جبري توګه دې د کډوالو د وېستلو بهیر ودروي.

دوی په دغه پرانیستی لیک کې د ویزو غځولو په اړه اندېښنې او نورې ننګونې هم مطرح کړي او د مارچ ۳۱مې نېټې وروسته یې په جبري توګه د افغان کډوالو د وېستلو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو په جبري توګه وېستلو بهیر پیل ته پنځه ورځې پاتې دي.

له دې سره هم‌ مهاله، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ACC کارتونه لري، د پاکستان د پرېکړې په تړاو اندېښمن دي او وایي، چې په دومره لنډ وخت کې له دغه هېواده نشي وتلای.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له بې‌اسنادو افغان کډوالو او د ای‌ سي‌‌سي کارت لرونکو غوښتنه کړې وه، چې باید د روان کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده ووځي، کنه په جبر به ووېستل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس