کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې هغه افغان کډوال چې امریکا کې د بیا مېشتېدنې په تمه دی، شهباز شریف ته د پرانیستی لیک په استولو له نوموړی غوښتی، چې په جبری توګه دې د کډوالو د وېستلو بهیر ودروی.
دوی په دغه پرانیستی لیک کې د ویزو غځولو په اړه اندېښنې او نورې ننګونې هم مطرح کړی او د مارچ ۳۱مې نېټې وروسته یې په جبری توګه د افغان کډوالو د وېستلو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې.
په داسې حال کې چې د افغان کډوالو په جبری توګه وېستلو بهیر پیل ته پنځه ورځې پاتې دی.
له دې سره هم مهاله، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ACC کارتونه لری، د پاکستان د پرېکړې په تړاو اندېښمن دی او وایی، چې په دومره لنډ وخت کې له دغه هېواده نشی وتلای.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له بېاسنادو افغان کډوالو او د ای سیسی کارت لرونکو غوښتنه کړې وه، چې باید د روان کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده ووځی، کنه په جبر به ووېستل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ