معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کډوال باید د سیاسي حالاتو قرباني نشي

افغان کډوال باید د سیاسي حالاتو قرباني نشي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اسلام آباد کې افغان سفیر سردار احمد شکېب ویلي، چې پاکستان باید افغان کډوال د سیاسي حالاتو قرباني نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له عمومي ریيس فلیبو ګرېنډې سره په کتنه کې کړې دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼې لیکل شوي، افغان سفیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر ته ویلي، د کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت له لوري واضحه تګلاره نشته، چې له امله یې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغان سفارت په دې برخه کې د کډوالو چارو ادارې رول مهم بللی او غوښتنه یې کړې، چې په دې اړه وخت ناوخت درې اړخیزې غونډې جوړې کړي دي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر په دې کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو د یوې واضحې تګلارې په جوړېدو ټېنګار وکړ، څو د سیاسي حالاتو قرباني نه شي او د جبري اخراج پر ځای دې خپلې خوښې ته پرېښودل شي.

سردار احمد شکېب دې کتنه کې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د کډوالۍ کارتونه ته دې یو با اعتباره حیثیت ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي منلې، چې د افغان کډوالو اجباري ستنول تر ډېره سیاسي انګېزه لري او په دې اړه یې پاکستاني لوري سره هم خبرې کړې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس