کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اسلام آباد کې افغان سفیر سردار احمد شکېب ویلی، چې پاکستان باید افغان کډوال د سیاسی حالاتو قربانی نه کړی.
نوموړی دغه څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ له عمومی رییس فلیبو ګرېنډې سره په کتنه کې کړې دی.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼې لیکل شوی، افغان سفیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنر ته ویلی، د کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت له لوری واضحه تګلاره نشته، چې له امله یې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
افغان سفارت په دې برخه کې د کډوالو چارو ادارې رول مهم بللی او غوښتنه یې کړې، چې په دې اړه وخت ناوخت درې اړخیزې غونډې جوړې کړی دی.
پاکستان کې د افغانستان سفیر په دې کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو د یوې واضحې تګلارې په جوړېدو ټېنګار وکړ، څو د سیاسی حالاتو قربانی نه شی او د جبری اخراج پر ځای دې خپلې خوښې ته پرېښودل شی.
سردار احمد شکېب دې کتنه کې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د کډوالۍ کارتونه ته دې یو با اعتباره حیثیت ورکړل شی.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی منلې، چې د افغان کډوالو اجباری ستنول تر ډېره سیاسی انګېزه لری او په دې اړه یې پاکستانی لوری سره هم خبرې کړې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ