کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان، هند او سویلی افریقا د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن ورځ دوولس نیمې بجې افغان لوبډله له کوربه سویلی افریقا لوبډلې سره لوبه ترسره کوی.
د خبر پربنسټ، دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده؛ ځکه ګټونکې لوبډله به یې له هندوستان سره د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې سیالی ترسره کړی.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په دې لوبلړۍ کې تر دې وړاندې د سویلی افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او همدا یوه بریا لری، خو هندۍ لوبډلې بیا په خپلو تېرو څلورو لوبو کې هېڅ ماتې نه ده منلی.
د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ