کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ آسیایی شورا د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام په روانو سیالیو کې افغان لوبډله نن یکشنبه د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې خپله دوهمه لوبه کوی.
دا سیالۍ د افغانستان لپاره د اهمیت وړ ځکه ده، چې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې ماتې منلې وه.
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې نننۍ لوبه اوس سهار نهه نیمې بجې پیل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالی د یاد ټورنامنټ په ګروپ مرحله کې د افغان لوبډلې لپاره د نورو فرصتونو ترلاسه کولو کلیدی سیالی ګڼل کیږی.
د اسیا جام په دې سیالیو کې د افغانستان لوبډله هڅه کوی، چې غوره لوبو په ترسره کولو سره د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ