ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۱۴مه) پر افغانستان د امریکا اقتصادی بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوی.
د انټرسېپټ په نامه د امریکا یوې انلاین نشریې د نړیوالو مبصرینو او شنونکو له خولې لیکلی چې امریکا په خپلو اقتصادی بندیزونو د میلیونونه افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.
سرچینه وایی د امریکا اقتصادی بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان زیانمن کړی نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې بشری حقونو ته پام وکړی او د افغانانو حقونو ته درناوی وکړی.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو په خپلو تحلیلونو کې ویلی چې امریکا دې په افغانستان کې د روان ناورین د پراختیا سبب نه ګرځی او له خلکو سره دې هر اړخیزه مرسته وکړی.
افغان حکومت هم په ځلونو له امریکا غوښتی چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړی او پرېږدی چې افغانان په خپل هېواد کې سوکاله او ارام ژوند غوره کړی.
گهیځ