کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال د صادراتی محصولاتو د پروسېس شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلی، چې دا مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګریزو تعرفو د ښو کولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کوی.
د هغه په خبره سرپرست حکومت د صادراتو د کېفیت ښه کېدو په موخه د هېواد د بندرونو معیاری کولو په اړه له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره هم خبرې کوی.
په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالی او توازن په موخه د پنځه کلن پلان د عملی کېدو خبر هم ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ